سویډن او بریټانیا تېره ورځ(دوشنبې د وږي۲۰مه) د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غوښتنه کړې ده چې د میانمار ناورین هواري په موخه د تړلو دروازو ترشا ناسته ترسره کړي.
ملګرو ملتونو کې د بریټانیا استازي، مټیو ریکرافټ خبریالانو ته ویلي دي:«فکر کوم چې دا به یوه خصوصي ناسته وي، خو یوه عمومي پایله او لاسته راوړنه به ولری.»
ده وړاندې ویلي دي:«دا د ملګرو ملتونو امنیت شورا غړو لپاره د اندېښنې وړ خبره ده چې هره ورځ په میانمار کې حالت خرابیږي، هره ورځ خلک له راخین څخه بنګلهدیش ته ځي.»
له بلې خوا ملګرو ملتونو د بشري حقونو څانګي د میانمار چارواکي یې د پوځي عملیاتو او قومي چاڼ له امله دا هېواد محکوم کړ.
د ملګروملتونو لوی منشي، انټونیو ګوټرش د دې بنسټ امنیت شورا ته د لیک په استولو سره د روهینګیا مسلمانانو په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړې ده.
ده څرګنده کړې ده:«دا تاوتریخوالی کولی شي چې انساني ناورین رامنځته کړي او د سولې او امنیت لپاره به ډېر زیانونه ولری او د میانمار له پولو به پراخ وي.»
په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېشنر، رید رعد حسین ویلي چې په میانمار کې په کلاسیک ډول د روهینګیا لږکیو پر وړاندې قومي چاڼ په کلاسیک ډول روان دی.
ده په دې هېواد کې د مسلمانانو پر وړاندې د پوځي د عملیاتو درولو غوښتنه کړې ده.
حسین ویلي دي چې په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي انځورونه او د سپوږمکۍ انځورونه ښیې چې د روهینګیا خلکو سیمې سوځول کېږي.
د ملګرو میلتونو راپور له مخې میانمار کې د روهینګیا مسلمانانو پر وړاندې تاوتریخوالی لامل شوی دی چې کابو ۳۰۰زره کسان بنګلهدیش ته ولاړ شي.