په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یونما ویلي کره شواهد یې ترلاسه کړي چې ښيي د کندز په چهاردره کې د هوايي بمبارۍ په ترڅ کې ۱۰ تنه ولسي وګړي وژلي دي.
یوناما پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې بېلابېلو سرچینو د دې پخلی کړی چې څلور ورځې وړاندې په کندز کې د هوایي بمبارۍ له امله په وژل شویو کسانو کې ولسي وګړي هم شامل دي.
د کندز ولایت د چهار درې ولسوالۍ په عملیاتو کې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې په تړاو د رپوټونو له خپرېدو څلور ورځې وروسته، یوناما پر خپل ټویټر پاڼه د هغو څېړنو خبر ورکوي چې په دې پېښه کې د لسو ولسي وګړو د وژل کېدو پخلی کوي.
خو په کندز کې بیا د دغه شمېر پر زیاتوالي ټینګار کېږوي.
د کندز د ولایتي شورا غړی خوش محمد په دې اړه وايي:«د غراو قشلاق په کلي کې کابو ۱۳ تنه شهیدان لرو. او د رجکیه په کلي کې دوه تنه، چې ۱۵ تنه کېږي او د قتلام له کلي هم دوه تنه چې په ټول کې ۱۸ تنه کېږي.»
ځینې کسان چې په دغې پېښه کې ځانونه د ولسي وګړو د قربانیانو خپلوان بولي، هره ورځ د دې پېښې د څېړنې د غوښتې لپاره د دغه ولایت دولتي ادارو ته راځي.
د کندز د چهار درې اوسېدونکی خان محمد وویل:«کور را ته نه دی پاتې چې په کې ژوند وکړم، حتا یو ګیلاس هم نهلرم.»
په دې لړ کې په پلازمېنه او کندز کې دولتي چارواکي په دې تړاو بل څه وايي.
د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیري څرګنده کړه:«دفاع وزارت یو کمېسیون ټاکلی چې دغه مسله وڅېړي، هلته یې یو کس روغتون ته راوړی وه چې وژل شوی وه او پنځه تنه ټپيان.»
د کندز د امنیه قومندان په ډاګه کړه:«ډېری وژل شوي هغه کسان دي چې د شپې له خوا، په نوبتي بڼه، د ضیاءالدین په ډله کې د دولت په وړاندې جنګېږي.»
دولتي ځواکونو د طالبانو له حضور نه د کندز د چهار درې ولسوالۍ د یو شمېر سیمو د پاکولو لپاره څلور ورځې عملیات درلودل، خو په دغو عملیاتو کې د لړم په ۱۲ او ۱۳نېټه هوايي بریدونه وشول چې د چهاردې د اوسېدونکو په وینا په دې پېښه کې د ولسي کسانو پر وژل کېدو سربېره د هغوی کورونه هم وران شوي دي.