د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ، بیجنګ ته په خپل سفر کې وویل چې چین او امریکا په افغانستان کې د سولې د راوستو لپاره به یو ځای کار وکړي.
ښاغلي ټرمپ همدارنګه وویل چې ترهګري د ټولۍ نړۍ په وړاندې ګواښ دی او واشنګټن او بیجنګ د دغې ښکارندې د لهمنځه وړلو لپاره همکاري وکړي.
په همدې حال کې د چین ولسمشر شي جین پینګ چې د پاکستان سیمهییز همغږۍ بلل کېږي د افغانستان او سیمې په اړه د امریکا پر همکارۍ ټینګار کوي.
هغه څرګنده کړه:«موږ هوکړه کړې چې په اقتصادي، سوداګرۍ، له خلکو سره د خلکو د اړیکو په برخو کې او همدارنګه د شمالي کوریا او افغانستان په اړه او د سیمه ییزو او نړیوالو همکاریو ته پراختیا ورکړو.»
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا متحده ایالاتو له دې وړاندې ویلي وو چې په افغانستان کې د سولې او بیارغونې په برخه کې له هند سره همکارۍ زیاتوي.
اوس ډونلډ ټرمپ په افغانستان کې د سولې د راوستو او د ترهګرۍ د لهمنځه وړلو لپاره د چین پر همکارۍ ټینګار کوي.
ټرمپ زیاتوي:«ولسمشر شي او ما ژمنه کړې چې په افغانستان کې د یوه سولهییز راتلونکي لپاره کار وکړو، ترهګري ټول بشریت ګواښي او موږ، موږ به د اسلامي توندلارۍ ترهګرۍ ته به پای ورکړو.»
هند او چین په داسې حال کې په افغانستان کې د سولې د راوستو لپاره له امریکې سره هوکړه کړې چې پاکستان، په افغانستان کې د امریکا له نوې ټګلارې سره مخالف دی او هغه د سیمې په ګټه نه بولي.