په کندز کې امنیتي چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې د ځانکړو ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې ۲۰ طالب اورپکي وژل شوي او ۱۲ تنه نور ټپيان شوي دي.
د کمانډو ځواکونو ویاند جاوېد سلیم وايي چې دغه عملیات د کندز ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې په لاره اچول شوي دي.
د هغه په وینا، دغه عملیات تراوسه هم د دغې ولسوالۍ په ځینو برخو کې دوام لري.
طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.