په هرات کې د څه باندې ۱۵۰ زره ډالرو په پانګونې سره د چرګانو د روزنې یوه فارم په کار پیل وکړ.
د هرات ځايي چارواکي وايي چې د «کارډي اف» پروګرام په چوکاټ کې په دغه ولایت د چرګانو یو ستر فارم جوړ شوی د.
د هرات والي په دغه ولایت کې د چرګانو د روزنې په برخه کې پانګونه مهمه بولي او وايي چې دا فارم په یوه میاشت کې د۱۵۰ زره چورګړو د تولید له وړتیا سره جوړ شوی دی.
د هرات والي محمد اصف رحیمي وايي:«دا فارم په هرات کې د فارمدارۍ په برخه کې د پانګونې لپاره زمینه برابره وي او موږ هڅه کوو چې د اسانیاو په رامنځته کولو سره، دا پونګونې جذب کړو.»
په همدې حال کې د «کارډي اف» پروګرام چارواکي وايي چې دا فارم کولای شي په هېواد کې د فارمدارۍ په برخه کې د سترو پانګونو لپاره یو ښه پیل وي.
د کارډي اف پروګرام مسوول حامد خسروي په دې اړه څرګنده کړه:«دا فارم د کارډي اف پروګرام په چوکاټ کې او د فارمدارۍ د کړیز ارزښت د زیاتوالي لپاره جوړ شوی او ټاکل شوې چې دا پروګرام په هرات او نورو ولایتونو کې پراختیا پیدا کړي.»
په همدې حال کې، د دغه فارم ځینې مسلکي کارکوونکي وايي چې په هېواد کې د فارمدارۍ د بهیر د ښهوالي لپاره له معیاري ټکنالوژۍ څخه کار اخیستی دی.
هغوی وايي کهچېرې ترې ملاتړ وشي، قادر دي چې کار او بار پراخ کړي.
په هرات کې د چرګانو د روزنې د فارم مسلکي کارکوونکی محمدالله په دې اړه څرګنده کړه:«موږ معیاري ټکنالوژي راوړې ده دا ماشین له هغې وروسته چې په هغه کې چورګوړی تولید شي، زنګ وهي او موږ پوهېږو چې د چورګوړي د ساتلو لپاره څه وکړو.»
دمګړۍ په بازارونو کې د یوې هګۍ بیه تر ۱۰ افغانیو او د چرګو هر کیلوګرام غوښه تر ۱۷۰ افغانیو ده.