د اسټرالیا دفاع وزیره وايي چې هېواد یې چمتو دی چې د لوړو زدهکړو په ځانګړې توګه په پوځي برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي.
ماریس پاین خپلې دغه ویناوې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره د لیدنې پر مهال کړې دي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ د خبرپاڼې پر حواله محمد اشرف غني، نن له غرمې وروسته د اسټرالیا له دفاع وزیرې مېرمن ماریس پاین سره په ارګ کې لیدلي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي دي:«په دغې لیدنه کې، دواړو خواوو، د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو پراختیا، له ترهګرۍ سره د مبارزې، او د افغانستان د دفاعي او امنیتي ځواکونو د روزنې، په اړه بحث او د نظر ادلون بدلون کړی دی.»
د اسټرالیا د دفاع وزیرې ویلي دي:«د سولې او له ترهګرۍ سره د مبارزې او د سیمهییزې همکارۍ د پراختیا په برخه کې د افغان حکومت له تګلارې او دریځ څخه ملاتړ کوو. او موږ خپله مرسته او همکاري د افغانستان له حکومت او خلکو سره دوام لري.»
له دې سره په جوخت ولسمشر غني ویلي دي چې دغه ژمنې به د افغانستان د ملي دفاع وزارت له خوا تعقیب شي.