افغانستان کرکټ لوبډله د نیپال پر وړاندې د هانک ګانګ کرکټ لوبډلې له ماتې وروسته وتوانېده چې په شپږو غوره لوبډلو کې ځای کړی شي او نړیوالو لوبو ته د لارموندو بل پړاو لوبو ته لار پیدا کړي.
هانګ کانګ د ۲۰۱۸ زیږدیز کال نړیوالو کرکټ لوبو د لارموندو لوبو کې افغانستان ته ماته ورکړه، خو نیپال ته یې لوبه وبایلله.
د هانګ کانګ ماتې نړیوالو لوبو ته د لارموندو لوبو ته د افغانستان لوبډلې ته زمینه برابره کړه.
مخکې له دې د افغانستان کرکټ بورډ اجرایوي رئیس، شفیق ستانکزي د هانګ کانګ پر وړاندې د افغانستان لوبډلې ماتې په اړه بخښنه غوښتې وه.
د لوبو په دې پړاو کې به افغانستان خپله لومړۍ لوبه د ویسټ انډيز پر وړاندې ترسره کړي.