د کرکټ نړیوالې شورا یا آیسيسي اعلان کړی چې دا شورا هڅه کوي تر څو په اداري او مالي جوړښت کې بدلون رامنځته کړي، او دا بدلونونه به افغانستان ته دې شورا ته د دایمي غړیتوب لاره هواره کړي.
دا موضوع په داسې حال کې مطرح کېږي چې تېره اوونۍ د دې شورا غړو په دبۍ کې ناسته درلوده او د یادې شورا په مالي او ادارې جوړښت کې د بدلون پر سر خبرې کړې دي.
ویل شوي چې دا بدلون به افغانستان ته زمنیه برابره کړي تر څو د کرکټ نړیوالې شورا دایمي غړیتوب ترلاسه کړي.
اوسمهال د یادې شورا غړیتوب لس هېوادونه لري.
په همدې حال کې د کرکټ نړیوالې شورا د احمدشاه ابدالي سیمهییز لیګ او څلور ورځني ټورنمنټ هرکلی کړی او هغه یې غوره لیګ په توګه پېژندلی دی.