د ملي دفاع وزارت نن(چهارشنبې د وري۱۵مه) ویلي دي چې کابل کې د یوې چاودنې په ترڅ کې ۶ تنه افغان سرتيري ټپيان شوي دي.
د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي دي چې پېښه د سرک تر غاړي د برېښنا یوې پایه کې د چاودېدونکو توکو د ځاي پر ځای کېدو د چاودنې له امله رامنځته شوې ده.
خبرپاڼه زیاتوي چې چاودنه سهار وختي ۷:۳۰ دقیقې د کابل شپاړلسمې حوزې د لومړي مکروریان په سیمه کې شوې ده.
تر اوسه د پېښې مسوؤلیت چا پرغاړه نه دی اخیستی.