د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت تېره ورځ(شنبې د وري۱۸مه) وویل په پکتیا ولایت کې په ازمویښتې ډول کرل شوي زعفران تر ټولو ښه کیفیت لري او راتلونکي کال کې به د دې لایت زعفران د هېواد غوره زعفران وي.
په داسې حال کې چې په هرات، فاریاب، کابل او لوګر ولایتونه د زعفرانو د کښت لپاره مناسب ولایتونه پيژندل شوي وو، خو پکتیا کې يې هم ښه حاصل ورکړی دی.
د کرنې او اوبو لګولو وزارت ویاند، اکبر رستمي وایي، پکتیا کې د زعفرانود کښت پراختیا لپاره پروګرامونه عملي کوي او بزګرو ته به کابو زر کیلو ګرامه د زعفرانو پیاز وویشل شي.
دی وايي:«سږ کال په ټوله کې دوه سوه پنځه څلویښت مټريک ټنه زعفران به بزګرو ته وویشل شي او تر څو کر او تولید یې پراخ شي.»
تېرکال د پکتیا له ازمایښتي سیمو څخه ۱۸ کیلو ګرامه زعفران راټول شوي وو چې ددغو زعفرانو ښه کیفیت له کبله پکتیا کې د زعفرانو مینه وال هم زیات شوي دي.
د اقتصادي چارو کار پوهان وایي، د زعفرانو د تولید په زیاتوالي سره پکتیا کې اړتیا ده چې د پروسس لوی مرکز جوړ شي.
د اقتصادي چارو کارپوه، احسانالله ځدران وايي:«د زرمت ولسوالۍ نا امنه ده. کله چې دې ولسوالۍ کې خلک د کوکنارو پر ځای زعفران کړي نو حکومت یې باید ملاتړ وکړي.»
تیر کال هیواد کې شپږ اعشاریه شپږ ټنه زعفران راټول شوي وو، خو بزګر یې بیا وايي، حکومت باید د زعفرانو د پلور لپاره په سیمه او چین کې بازار په پام کې ونیسي.