د فسبوک مدیرعامل، مارک زاکربرګ تېره ورځ(سېشنبې د وري۲۱مه) د امریکا متحده ایالاتونو سنا جرګې ناسته کې وویل چې شرکت یې تل د روسیې یو شمېر عواملو سره په نښته کې دی، چې غواړي له دې ټولنیزې رسنۍ ناوړه ګټه پورته کړي.
زاکر برګ په دې ناسته کې وویل چې د روسیې دا نښته وسلهواله بولي.
ده څرګنده کړې ده:«دا یوه وسلهواله نښته ده. دوی به په خپل کار کې ښه هم ووسي.»
زاکربرګ د «کمبریج آنالیتیکا» لخوا د فسبوک کاروونکو راټولو شویو مالوماتو رسوايي په اړه سناتورانو ته ځواب ووایه.
ده همداراز څرګنده کړه چې د ځانګړی څېړونکی، رابرټ مولر چې په ۲۰۱۶ زیږدیز کال کې د امریکا په ټاکنو کې د روسیې لاسوهنې په اړه څېړنې کوي، له یو شمېر خلکو سره مرکې کړې دي.
زاکربرګ وویل چې ښاغلي مولر له هغې سره مرکه نه ده کړې او زیاته یې کړه:«له ځانګړي څېړونکي سره مو همکاري پټه ده او زه به په یوه علني ناسته کې د یوې محرمې ناستې جزئیات فاش نکړم.»
ښاغلي مولر د تېر کال فبروروي میاشت کې ۱۳ روسي کسان او درې شرکتونه ټاکنو کې پر لاسوهنې تورن کړل، له ډلې یې یو هم «انټرنټي څېړنو سازمان» وه او د امریکا څارنوالۍ د ادعا له مخې دا شرکت «د امریکا په سیاسي نظام کې تفرقې رامنځته کولو موخه» مخکې ته وړي.
زاکربرګ وویل چې فسوک اوسمهال هڅه کوي چې د جعلي پاڼو پېژندنې په موخه هڅې وکړي.