د طالبانو له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې، په افغانستان کې ټاکنې رڼې نه دي او همداراز زیاتوي چې، خلک باید په دې ټاکنو کې په برخې اخیستو سره خپل وخت ضایع نکړي، ځکه د یادې ډلې په خبره، په دې اړه وروستۍ پریکړه د امریکا متحده ایالاتونو له خوا کیږي.
د خبرپاڼې له مخې، خلک په ټاکنو کې د برخې اخیستو پر ځای دې باید د افغانستان د اشغال د پایته رسیدو په برخه کې ونډه واخلي.
له دې سره، طالبانو بیا نه دي ویلي چې د ټاکنیز بهیر پروړاندې به خنډ شي.
د رای ورکوونکو د نوملیکنې بهیر شنبې (د وري په ۲۵ مه) رسماً د افغان ولسمشر اشرف غني او د مېرمن غني له وینا سره پیل شو.
په همدې حال کې ولسمشر اشرف غني د سولې هغه وړاندیز یې چې طالبانو ته کړی وه تکرار کړ او وې ویل چې طالبان دې جګړه پای ته ورسوي او د یوې سیاسي ډلې په توګه دې نوملیکنه وکړي او په ټاکنو کې دې ګډون وکړي.
د رایو ورکوونکو نوم لیکنه په درېیو پړاونو کې ترسهر کېږي چې د غوايي میاشتې تر ۲۳ پورې د ولایتونو په مرکزونو او د غوايي له ۲۵ د غبرګولي تر ۷مې د ولسوالیو په مرکزونو او د غبرګولي میاشتې له نهمې به تر ۲۲پورې په کلیو کې دوام وکړي.
د یادونې وړ ده چې د رایې ورکړې لپاره د نوملیکنې مرکزونه د نارینه او ښځېنهو لپاره جلا ځایونه لري او د پېژندپاڼې درلود او څوک چې تر۱۸ کلونو پوره عمر ولري، د نوملیکنې شرایط دي. هغه کسان چې په کوم ځای کې نوملیکنه کوي په هماغه ځای کې رایه ورکولی شي.