د افغانستان د بیارغونې پر چارو د امریکا ځانګړي څارونکي جان ساپکو د افغانستان له حکومته غوښتي چې خلکو ته دې د رڼو ټاکنو ډاډ ورکړي.
هغه ټینګار کوي، هغه پیسې چې افغانستان ته استول کېږي، باید په ټاکنیزو مبارزو او نورو نامشروع چارو کې ونه لګول شي.
د افغانستان لپاره د بیارغونو په چارو کې د امریکې ځانګړي څارونکي په کابل کې، له فساد سره د مبارزې په تړاو جوړه شوې غونډه کې وايي، د افغانستان خلکو ته په ټاکنو کې د هغوی د رایو د روڼتیا په اړه باید ډاډ ورکړل شي.
ښاغلي ساپکو زیاته کړه:« افغانان باید ډاډمن واوسي چې ټاکنې به رڼې وي او رایې به وشمېرل شي باید هغوی ته ډاډ ورکړل شي کومې پيسې چې افغانستان ته استول کېږي د شخصي موخو او بېځایه لګښتونو لپاره به ترې ګټه وا نهخیستل شي.»
ولسمشر غني په راتلونکي کال کې د ولسي جرګې ټاکنې په روان کالکې یوه مهمه سیاسي پېښه بولي.
افغان ولسمشر اشرف غني په دې اړه څرګنده کړه:« په روان کال کې مهمه او سیاسي پېښه د ولسي جرګې رڼو ټاکنو ترسره کول دي.
په یو مشخص چوکاټ کې د دیموکراتیکو ټاکنو ترسراوي لپاره د ټاکنو په کمېسیون کې له فساد سره د مبارزې لپاره جدي هوډ ته اړتیا ده، ترڅو هغو خلکو ته چې د ولسواکۍ لپاره د خپل ژوند قربانولو ته حاضر دي، د کمېسیون له کارونو په رښتیا سره هیلهمني پیدا شي.»
تمه کېږي د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې د روان لمریز کال د تلې په ۲۸مه نېټه ترسره شي.
په دې اړه مو اندونه