د ننګرهار ولایت سیمهییز چارواکي نن(دوشنبې د غويي۱۱مه) وايي چې د ولایتي شورا غړی، افتخار محمد د سرک غاړې ماین چاودنه کې ژوند له لاسه ورکړی دی.
په دې پېښه کې د ښاغي افتخار یو ساتونکی هم وژل شوی دی.
د ننګرهار د والي ویاند، عطاالله خوگیانی څرګندوي:«د ماین چاودنه کې د ده یو ساتونکي ژوند له لاسه ورکړی او بل یې ټپي دی.»
ښاغلي خوګیاني په دې اړه نور جزئيات ورنکړل.
تر اوسه پورې د طالبانو په ګډون کومې ډلې د پېښې مسوؤلیت پر غاړه نه دی اخیستی.