د سوني برېښنايي او تفریحي شرکت وايي چې دغه شرکت د حس لرونکي تصویر په برخه کې، ۹ مېلیارد ډالره پانګونه کوي.
سونې همدارنګه غواړي چې د «اېمي» موسیقۍ په برخه کې هم ۶۰ سلنه شریک شي.
د دغه شرکت په وینا، د موسیقۍ د اېمي په شرکت کې د ۶۰ سلنې له ونډې اخیستو وروسته، کولای شي چې د نړۍ د مشهورو سندرغاړو تړونونه ترلاسه کړي.
د اېمي شرکت د مشهورو سندربولو لپاره لکه کانیه وېسټ ته موسیقي تولیده وي.
د سوني اجرايي رییس کنېچیرو یوشیډا، په دې اړه وویل:« سوني د «اېمي» شرکت د معنوي شتمنۍ د حقوقو مسوول دی. کله چې تړون وشي، سوني به په نړۍ کې د موسیقۍ د خپرولو تر ټولو په ستر شرکت بدل شي.»
بلخوا سوني غواړي چې د مصنوعي هوښ په برخه کې هم سترې پانګونې وکړي.
دغه شرکت وايي د حس لرونکو کانډکټورونو د جوړېدو په برخه کې چې په مصنوعي هوښ کې ډېر مهم دي، تر ۹ مېلیارد ډالرو به پانګونه وکړي.
د سوني شرکت اجرايي رییس زیاته کړه:«هیله لرو چې د نیمه کانډکټورونو د ټکنالوژۍ په برخه کې چې د فعاله حسګر (حس لرونکي) ته اړتیا ده پرمختګ وکړو. موږ غواړو چې په راتلونکي کال کې د تصویر د حس لرونکي کانډکټورونو د څېړنې، پرمختګ او جوړښت په برخه کې تر ټولو ستر پانګونکي واوسو.»
سوني چې په وروستیو کلونو کط د خپلو ځینو محصولاتو د شهرت د لهمنځه تللو شاهد وو، اوس غواړي داسې کانډوکټورونه جوړ کړي چې د نوې او د ودې په حال کې ټکنالوژۍ لپاره لکه له چلوونکي پرته موټرو او مصنوعي هوښ لپاره دېر مهم دي.
سوني هیله لري چې له دغه کار سره، هغه شهرت چې تر یوه بریده یې له لاسه ورکړی بېرته ترلاسه کړي.