د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر د خبرپاڼې له مخې چې نن(سېشنبې د غبرګولي پر ۸مه) خپره شوې ده په دې ولایت کې د ۹ ملکي کسانو د ژوند له لاسه ورکولو خبر ورکوي.
خبرپاڼه زیاتوي چې د دولتي ځانګړو ځواکونو پوځي عملیاتو کې تېره شپه نهو ملکي کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۸ تنه نور ټپيان دي.
خبرپاڼه زیاتوي چې په وژل شویو کې یو سیمهييز قومندان چې د مشرانو جرګې رئيس، فضلالهادي مسلمیار له خپلوانو دی، هم شامل دی.
د ننګرهار د والي ویاند، عطالله خوګیانی د دې عملیاتو په تائيد سره زیاتوي چې په ټپیانو کې یوه ښځه او یوه وړه ماشومه هم شامله ده.
دی زیاتوي چې د عملیاتو څرنګوالي څېړنې په موخه مرکزي حکومت یو پلاوی ټاکلی دی.
طالبانو ویلي دي چې په سیمه کې ټول وژل شوي کسان د ښاغلي مسلمیار خپلوان دي.