Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ټرمپ نوې تګلاره په افغانستان کې سوله‎ نه راولي

د امریکا متحده ایالاتونو ولسمشر، ډونلډ ټرمپ د روان زیږدیز کال د اګست میاشتې په یو‎ویشتمه په افغانستان کې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې خپله تګلاره اعلان کړه. د تګلارې ډېره برخه د ټرمپ او پلویانو جنګي کړنلاره جوړوي، خو یو شمېر یې استثنايي دي.

لومړۍ‎ـ د مهال‎وېش پر ځای، د جګړې تګلاره موږ ته لاره ښیې:

د پوځي شننې له مخې دا تګلاره فعاله ښکاري . د ارواح‎پېژندنې له پوله دا تګلاره افغانانو ته اندېښنه رامنځته کوي. ـ هغه افغانان چې د ۱۹۸۹ کال په څېر د امریکایانو له خوا د افغانستان یوازې پرېښودو په تمه دي. له بله پلوه خلک د جګړې په اړه اندېښنه لري ـ هغه جګړه چې افغانستان یې له ۱۹۸۷ کال راهیسې وران کړ.

دوهم ـ موږ په افغانستان کې پاتې کېږو تر څو د طالبان، داعش او القاعدې ډلې پر وړاندې له افغان ځواکونو سره مرسته وکړو.

د امریکا متحده ایالاتونه او همکاران یې په تېرو ۱۶ کلونو کې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې اخته وو. په ۲۰۱۰ او ۲۰۱۱ کلونو کې کابو سل  زره امریکايي له ۴۰ زره نورو بهرنیو ځواکونو سره په افغانستان کې مېشت وو، که موږ له یاد شمېر ځواک سره د ترهګرۍ په ماتولو بریالي نه‎شوو، نو څنګه کولی شو له ۸ زره او ۸۰۰ سرتېرو سره چې اوس‎مهال په افغانستان کې دي، بریالي شوو؟

درېیم‎ـ پاکستان باید د ترهګرو او هغه جنایت‎کارانو له ملاتړ څخه لاس په سر شي چې په افغانستان کې ملکي بې‎ګناه کسان وژني.

دا یو مهم ټکی دی چې د امریکا متحده ایالاتونو ولسمشر، ډونلډ ټرمپ د افغانستان په اړه د پاکستان د دوه‎ مخي سیاست په اړه مطرح کړی دی. پاکستان په ۱۹۸۰ زیږدیز کال کې د پخواني شوروي د تېري پرمهال د مېلیونونو کډوالو کوربه‎توب کړی دی، خو ترڅنګ یې په هېواد کې ترهګرو  ته پناه‎ورکوي او تر روزنې وروسته یې افغانستان ته د لېږد په برخه کې هم ډېرې چارې ترسره کړې دي. افغانانو کلونه په پاکستان کې د ترهګرو د پټ‎ن‎ځایونو په اړه خپل غږ پورته کړ. د سپټمبر ۱۱مې نېټې بریدونو اصلي پلانونکی، اسامه بن‎لادن په ۲۰۱۱ زیږدیز کال کې زموږ ځواکونو لخوا په پاکستان کې ووژل شو؛ په داسې حال کې چې پاکستان په وار وار د بن‎لادن شتون په دې هېواد کې رد کړي وو. دا هغه وخت دی چې امریکا پر پاکستان سیاسي فشارونه زیات کړي تر څو افغانستان د ټیکاو پر لوري ګامونه پورته کړي.

له دې سره سره د دواړو هېوادونو امنیت له یو بل سره پر همکاریو او د یو بل ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوي پورې تړاو لري. ولسمشر ټرمپ له ترهګرو ډلو سره د پاکستان دوامداره ښکېلتیا په اړه خپلې خبرې بیان کړې.

څلورم‎ـ زموږ د تګلارې د یوې برخې له مخې، هند کولی شي چې د افغانستان اقتصادي همکاریو کې رغنده ونډه ولري:

هند د افغانستان لپاره په بېلابېلو برخو کې د باور وړ همکار دی. په افغانستان کې د هند او امریکا متحده ایالاتونو مشارکت په سیمه کې د امریکا سټراتیژيکې ګټې تامینوي‎ـ هغه ځای چې چین په کې اغېزمن دی. یوه ننګونه چې موږ په سوېلي اسیا کې ګواښي د هند او پاکستان ترمنځ د انډول ساتنه ده‎‎ـ دوه هستوي هېوادونه چې د کشمیر پر موضوع سره په جګړه کې دي.

پنځم‎ـ په افغانستان کې له ترهګرۍ سره په مبارزه کې امریکا باید خپل واک بشپړه کړي تر څو وکړای شي په ترهګرو باندې برید او هغوی له‎منځه یوسي.

د امریکا، افغانستان او نورو ملګرو ترمنځ همغږي د افغانستان ماموریت لپاره ډېره مهمه ده. د امریکايي ځواکونو لخوا ملکي کسانو مرګ‎ژوبله او د افغانانو د کورنو پلټل به د افغانانو لپاره د منلو وړ نه وي. د خلکو د کورنو پلټل او د افغانانو پر کورونو پلټنو د پخواني ولسمشر، حامد کرزي او امریکا متحده ایالاتونو اړیکې اغېزمنې کړې.

شپږم‎ـ موږ په افغانستان کې ملت جوړونه نه کوو، دا په افغان مشرانو پورې تړاو لري چې اړوند اصلاحات رامنځته کړي.

د امریکا لپاره له هغو موضوعاتو څخه چې د افغانستان د مشرۍ پلاوی ورسره مخامخ دی د امریکا لیرې کېدل ډېره پېچلې او غیرواقعي موضوع ده. د حکومتوالی په اړه ګټورو موضوعګانو لکه د قانون پلې کول، رڼښت، خلکو ته ځواب وینه، د اجماع جوړول، مساوات، حساب ورکونه او ګډون لا هم د افغانانو سولې په اړه لوی خنډ دی. همداراز اداري فساد، د امنیت تامین او د کوکنارو کښت د ملي یووالي حکومت پر وړاندې لویې ستونزې دي چې باید دوی خپله یې هوارې کړي. له هغه‎ ځایه چې افغانان په خپله، خپل هېواد جوړوي، نو د حکومت مشري د نړیوالې ټولنې تخنیکي او مالي مرستو ته اړتیا لري تر څو پر ځان  بسیانې ته ورسېږي ـ دا کار به په کلونو کې وشي.

هغه څه چې په تګلاره کې یې یادونه نه ده شوې: د ټرمپ تګلاره یوازې له ترهګرۍ سره پر مبارزې ټنیګار کړی دی. خو بل اړخ ته یې چې په دې هېواد کې د سولې ټینګښت دی په اړه کړنلاره نه لري. له ترهګرۍ سره مبارزه به د یو شمېر جګړو په بریا کې به له موږ سره مرسته وکړي، خو دا سوله ده چې افغانان په جګړه کې بریالي کوي، دا کار د افغانستان لپاره درې اړخونه لري:

·    د افغانانو ترمنځ خبرې اترې: د افغانستان د ټولنې ټولې برخې لکه، پوهنتونونه، د مدني ټولنې غړي، سیاسي ګوندونه، د قومونو مشران، مذهبي څېرې، د ښځو او ځوانانو ډلې باید موکه ترلاسه کړي تر څو سولې ته د رسېدو په برخه کې د موکو او ستونزو څېړونو خبرو اترو کې ګډون وکړي. اوس‎مهال سولې ته د ټولو افغانانو لېوالتیا سره د سولې په موخه یوه تولیزه اجماع نه ده جوړه شوې.

·    سیمه‎ييزې خبرې اترې: ګاونډي هېوادونه لکه، پاکستان، هند، چین، ترکیه، ایران او روسیه له تېلو غني هېوادونو له لکه خلیجي هېوادونو سره په همکارۍ کولی شي د افغانستان په سوله کې رغنده ونډه ولري. په حقیقت کې د امریکا او روسیې ګډې له ترهګر او نشه‎يي توکو سره په مبارزه کې همغږې کېدی شي، د دې په څېر د افغانستان سولې په اړه د ایران او عربستان یو میز ته د همکارۍ لپاره د دې دوو سیالانو ترمنځ باور رامنځته کولی شي.

·        افغانستان کې د سولې ملاتړ په موخه نړیوال پراخ اړخ ګټور دی. امریکا متحده ایالاتونه کولی شي چې دا کار له یوې ځانګړې اجنډا سره په ملګرو ملتونو کې تر کار لاندې ونیسي.

امریکا متحده ایالاتونو او نړیوالې ټولنې په افغانستان کې مېلیارډونه ډالره ولګول او قربانۍ یې ورکړې. د امریکا خلک په افغانستان کې له اوږدې جګړې ستړي شوي دي. تر هغې چې یو شمېر کوټلي او زړه‎ور ګامونه پورته نه کړو، د افغان ملت درد او رنځ به دوام ولري او موږ به له دې کړکېچ څخه هېڅ د وتو لاره ونه لرو. له دې سره موږ باید د سره پوځ له لس کلن یرغل څخه دا درس زده‎کړی وی.

متین رویین افغاني‎الاصله امریکايي دی چې افغانستان کې یې د ایساف په چوکاټ کې له بهرنیو ځواکونو سره د ملکي او فرهنګي سلاکار په توګه په ۲۰۰۹ تر ۲۰۱۱ زیږدیز کال پورې کار کړی دی.

په دې مقاله کې امریکا کې د سولې او فرهنګي رزونکي ډاکتر متین رویین د امریکا ولسمشر، ټرمپ  په تګلاره کې شپږ مهم ټکي چاڼ کړي دي

شریک یي کړئ