Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کابل مخ په زیاتېدو ککړتیا لپاره د حل لار

کابل ښار چې د کابو نیم میلیون کسانو لپاره طرحه شوی دی، اوس مهال یو له ګڼه ګوڼې ډک ښارونو شمېرل کېږي چې وګړي یې مخ په زیاتېدو دي، د وګړو زیاتوالي سره ککړتیا هم مخ په ډېرېدو ده.

کله چې وروستي ځل کابل ته ولاړم، نو پام مې شو چې ډېر شمېر د کثافاتو سطلونه هر ګوښه کې ایښي دي، خو د خلکو لپاره د کثافاتو د دفع کولو هېڅ کومه وسیله نشته. ډېر شمېر خلکو خپل کثافات له کړکیو باندې غورځول، ځکه چې دوی په کورنو او دفترونو کې د دفع کولو کومه وسیله نلري.

په سرکونو کې د کثافاتو انبارونو جدي اندېښنې راپورته کړې دي ا ډېر شمېر وحشي سپیو ته هم د خوړو ځای جوړ شوی دی. دا سپي نه یوازې د ډېر شمېر ناروغیو د لېږد لامل کېدی شي، بلکې ښايي پر خلکو برید وکړي.

د سپیو ترڅنګ پسونه او غواوې هم له دې کثافاتو تغذیه کېږي.

په کابل ښار کې انبار کثافات د دې ترڅنګ چې د انسانانو روغتیا له ګواښ سره مخامخ کولی شي، د ځمکې لاندې اوبو ته د نفوذ کولو سره به د اوبو سرچینې هم ککړې کړي، په پایله کې به د تفوئید او اسهال ناروغۍ راپورته کړي چې ډېر شمېر ماشومان زیانمنوي.

په داسې حال کې چې د کابل هواي ککړه ده، نو باید چې کثافات پّ سمه توګه دفع شي، تر څو د مخ په زیاتېدو ککړتیا سره مرسته ونه کړي.

د کثافاتو سطلونه په داسې ځایونو کې اېښودل شوي دي په سمه توګه ترې څارنه نه کېږي. وروسته له دې چې دا سطلونه ډک شي نو اړینه نه ده چې دا اندازه کثافات په ښار کې وساتل شي.

اړینه ده چې د کابل ښار کې د کثافاتو سطلونه په ټولو ځایونو کې کېښودل شي، تر څو پر ځمکې د کثافاتو کچه راکمه کړي.

که په ښار کې خلکو ته د کثافاتو سطلونو کارونې او د هغې ګټو په اړه پوهاوی ورکړل شي، نو هم به د کثافاتو او هم به د کوڅه‎ډبو سپیو شمېر کم کړي.

ډېره اړینه ده چې د کابل خلک د پاک ښار ساتلو په برخه کې روزنه وګوري، ځکه ما داسې کسان لیدلي دي چې کثافات پاکوي، خو د کوڅو پاک ساتلو لپاره انګېزه نلري. لومړی ګام دا دی چې له سرکونو څخه کثافات پاک شي تر څو پر ناروغیو د اخته کېدو ګواښ کم شي.

خلکو ته د کثافاتو د سطلونو ویش کولی شي چې د ښار پاکوالي سره مرسته وکړي او ترڅنګ به یې اوبه چې کلونه کلونه ناپاکه وې، د هغې پاکوالي سره مرسته وکړي.

د سطلونو ویش مرسته کوي چې سرکونو کې بد بوی راکم شي، خو د ویش پر مهال باید چې خلکو ته د هغې کارونې، ګټو او دا چې څنګه کولی شي د چاپېریال ککړتیا کموالي کې مرسته کوي، پوهاوی ورکړل شي.

سوفیا مرتضی امریکا متحده ایالاتونو کې د چاپيریال ساتنې په اړه زده‎کړې کوي او په ویرجینیا کې د پلتخنیک د څلورم کال زده‎کړیاله ده. سوفیا افغاني‎الاصله امریکايي ده او افغانستان کې پر اصلاحاتو او بدلون باور لري او هڅه کوي چې کابل کې د چاپېریال ساتنې په برخه کې خپل پروګرامونه پلي کړي.

سوفیا مرتضی امریکا متحده ایالاتونو کې د چاپيریال ساتنې په اړه زده‎کړې کوي او د څلورم کال زده‎کړیاله ده، نوموړې د کابل ککړچاپيریال لپاره د حل لټولې

شریک یي کړئ