Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغانستان هڅه کوي چې د چین له نوري فایبر سره ونښلي

د افغان تېلې کام شرکت عمومي رییس وايي چې کابو تر اوو میاشتو به، افغانستان د چین له نوري فایبر سره ونښلي.

هغه زیاتوي چې د واخان د دهلېز پروژې ترڅنګ چې د مخابراتو وزارت یې د عملي کېدو په حال کې دی، دغه شرکت هڅه کوي چې د تاجکستان او قرغیزستان له لارې د ورېښمو لارې له نوري فایبر کرښې سره ونښلي.

په ورته وخت کې د مخابراتو وزارت په هېواد کې د انټرنېټ د ټیټ کیفیت لامل د نوري فایبر ستونزې بولي. هغه زیاتوي چې د نوري فایبر شبکې له پراختیا سره به دا ستونزه حل شي.

د افغان تېلې کام عمومي رییس اجمل عیان د دغه شرکت د تېر کال د کړنو د رپوټ ورکړې او د نوي کال د پروګرامونو له وړاندې کولو سره وویل چې ټاکل شوې ترڅو د افغان تېلې کام شرکت تر یوې نیمې میاشتې خپل انټرنېټي بیه ۵۰ سلنه ټیټه کړي او تر شپږو راتلونکو میاشتو د انټرنېټ د «څلورم نسل» خدمتونه کابل کې پیلي کړي.

همدارنګه ټاکل شوې چې دغه شرکت په ۱۳۷۹ لمریز مالي کال کې ۱۲۷ مېلیون ډالره پانګونه وکړي،له ۴۰gbps څخه ۱۰۰gbps ته د دغه شرکت د انټرنېټي خدمتونو د ظرفیت لوړوالی او د چین له نوري فایبر سره پیوستون د دغه شرکت د پانګونې له مهمو برخو دي.

د افغان تېلې کام عمومي رییس اجمل عیان په دې اړه وویل:«د ورېښمو لار کرښه وروستۍ ده، انشاالله د ۲۰۱۹ ز کال تر جولایه به بشپړ شي او موږ د تاجکستان او قرغیزستان له لارې له چین سره به ونښلو. د دې ترڅنګ چې موږ د واخان پر دهلېزهم کار کوو چې تر درې کلونو وخت نیسي.»

خو د افغان تېلې کام شرکت په دولت کې د بروکراټیک اداري بهیر د خپلو پروګرامونو د ژر عملي کېدو په وړاندې خنډ بولي.

ښاغلي عیان څرګنده کړه:«زه فکر کوم چې په دولتي ادارو کې ځينې بروکراسي پروسې زموږ د ځينو پرمختګونو مخه نیسي.»

په ورته وخت کې د مخابراتو وزارت وايي چې ټاکل شوې د انټرنېټي کیفیت د ښه‎والي لپاره، راتلوونکی کال څه باندې سل دولتي سایټونه له نوري فایبر سره ونښلول شي.

د مخابراتو وزارت ویاند سایر ځلاند په دې اړه وویل:«د کیفیت مسله په نوري فایبر ته ورګرځي. موږ هڅه کوو چې د سلام مخابراتي شرکت لپاره ټولې دستګاوې له نوري فایبر سره ونښلو، که‎چېرې زموږ ټول سایټونه ونښلول شي موږ کولای شو چې پېرودونکو ته ستره ډېټا واستوو او همدارنګه واقعي ۴G وړاندې کړو.»

که‎څه هم د انټرنېټ څلورم نسل خدمتونو هم په افغانستان کې په لاره اچول شوي خو د انټرنېټي خدمتونو پر ټیټ کیفیت د هېوادوالو شکایتونو پر خپل ځای دی.

د افغان تېلې‎کام شرکت رییس مني چې د مخابراتي خدمتونو د تنظیم اداره «اترا» په درې وروستیو درې کلونو کې دغه او نور مخابراتي شرکتونو د انټرنېټي خدمتونو د ټیټ کیفیت له امله ۹۰۰ افغانۍ جریمه کړي دي.

د افغان تېلې کام عمومي رییس وايي چې د واخان د دهلېز پروژې ترڅنګ چې د مخابراتو وزارت یې د عملي کېدو په حال کې دی، دغه شرکت هڅه کوي چې د تاجکستان او قرغیزستان له طریقه د ورېښمو لارې له نوري فایبر کرښې سره ونښلي

شریک یي کړئ