فسبوک اعلان کړی چې له انستاګرام سره د یوځای کېدو په موخه د «جي ای اېف» یا خوځون انځور ویب پاڼه یې پېرلې او دانستاګرام کې د انځرونو اپلوډ کولو لپاره پر پرمختللي سیستم کار کوي.
که څه هم فسبوک په رسمي توګه دا موضوع نه ده اعلان کړې چې د دغې ویب پاڼې لپاره یې څومره پیسې ورکړې دي، خو اکسیوس ویب سایټ ویلي چې ارزښت یې ۴۰۰ میلیون ډالره دی.
وروسته له دې که کوم کاروونکی د فایل لینک «ګیفت» سره پست کړي، نو په خودکاره توګه فایل وپېژندل شي او خپور به شي.
د «ټېک کرش» ویب پاڼې د راپور له مخې په ۲۰۱۵ زیږدیز کال کې جیفي د فسبوک وړاندیز رد کړی وو.
وروسته له دې به جیفي GIF د انستاګرام یوه برخه وي.
د انستاګرام مرستیال رییس، وشال شاه وايي:«خلک به وروسته له دې کولی شي جیفونه هم اپلوډ کړي او ډیویلوپرونه هم اپلوډ کړي او جیفونو ته لاس رسی ولري.»
په همدې حال کې جیفي اعلان کړی چې:«موږ به بیا هم جیفي ته په سیستم کې لاسرسی ولرو.»
د فسبوک یوه ویاند ویلي دي چې د جیفي تازه ادغام به په تویتر، سنپ چت او تیک تاک کې کوم بدلون رانولي.
د ویلو ده چې اوس مهال کاروونکي په شخصي توګه خوځنده انځورونه په فسبوک کې نشي کارولی، باید هغه دریم ویب سایټ کې اپلوډ او وروسته یې فسبوک کې وکاروي.