د افغانستان د فوټبال غوره لیګ د نهم پړاو سیالیو په اتمه لوبه کې نن دوشنبې (د تلې په ۱۴مه) د فوټبال فډراسیون په لوبغالي کې د میوند اتلانو او سیمرالبرز ترمنځ ترسره شوه.
په دغې لوبه کې د هېواد د شمالي حوزې استازې لوبډلې چې په خپله لومړنۍ لوبه کې له ډېرو ګولونو سره ګټلې وه، د میدان اتلانو لوبډلې په وړاندې ډګر ته ورودانګل
دواړو لوبډلو د لوبې په پای کې د یو یو ګولونو سره لوبه پای ته ورسوله او د دغې لوبې درې امتیازونه یې سره ووېشل.
ټاکل شوې ده چې سبا د طوفان هریرود او د سپين غربازان سره لوبه وکړي.