Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ازبکستان ته د هېواد د ټکوانډو لوبغاړو سفر

د هېواد د ټکوانډو د لوبغاړو شپږ کسیزه ډله نن (سې شنبې د سلواغې په ۲۱مه) د توکیو اولمپیک سیالیو کې د ونډې د ترلاسه کولو د چمتووالي په پار ازبیکستان ته په سفر ولاړه.

ټاکل شوې ده چې دغه لوبغاړي په ازبیکستان کې له یوه ۱۵ ورځني ورژشي پنډغالي وروسته، د اسیا اولمپیک سیالیو کې چې تر راتلوونکو درېیو اوونیو د اردن په کوربتوب به جوړې شي، ګډون وکړي او د توکیو د اولمپيک د سیالیو د ونډې جواز ترلاسه کړي.

په دغه پنډغالي کې څلور هلکان او دوه نجونې حضور لري او د توکیو د اولمپیک سیالیو کې د حضور لپاره چمتووالی نیسي.

د توکیو د اولمپيک سیالیو ترسراوي ته له شپږو میاشتو کمه موده پاتې ده.

د ټکوانډو لوبغاړې سمیه غلامي وايي:«موږ د توکیو د ۲۰۲۰ اولمپیک سیالیو د ونډې د ترلاسه کولو لپاره چمتووالی نیولی دی او د هېواد لپاره به ویاړ ترلاسه کړو.»  

د هېواد د ټکوانډو لوبډلې روزونکی بشیر تره کی هم وايي:«چې د دغه پنډغالی جوړېدل د لوبغاړو د تخنیکي کچې لپار به ګټور وي او د هېواد لوبغاړي به د اسیا د غوره لوبغاړو ترڅنګ، په دغه پنډغالي کې خپل تمرین وکړي.»

د توکیو د اولمپيک سیالۍ په نړۍ کې د کورونا ویروس د خپرېدو له امله، وځنډول شوې او ټاکل شوې په روان زیږدیز کال کې ترسره شي.

ټاکل شوې ده چې دغه لوبغاړي په ازبیکستان کې له یوه ۱۵ ورځني ورژشي پنډغالي وروسته، د اسیا اولمپیک سیالیو کې چې تر راتلوونکو درېیو اوونیو د اردن په کوربتوب به جوړې شي، ګډون وکړي.

شریک یي کړئ