Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابل کې د پانګرېشن غوراوي سیالیو ترسراوی

د پانکرېشن د غوراوي سیالۍ د کابل د بېلابېلو کلپونو د ۱۲۰ لوبغاړو له حضور سره، نن جمعه (د سلواغې په ۲۵) ترسره شوې.

په دغو یو ورځنیو سیالیو کې چې د پلازمېنې پر کوربتوب جوړې شوې، لوبغاړو له ۴۵ تر ۹۰ وزني ډلو او په درې عمري ډلو - تنکیو ځوانانو، ځوانانو او لویانو کې ګډون کړی وو.

د دغو سیالیو جوړونکي وايي چې ټاکل شوې د کابل منتخبې لوبډلې سیالیو لپاره ۳۰ غوره څېرې غوره کړل شي.

ورته مهال، لوبغاړي د دغو سیالیو ترسراوی د پانګرېشن لوبې د ودې لپاره ډېر مهم ګڼي:«له فډراسیون څخه مننه کوم چې د پانکرېشن ستورو سیالیو څلروېشتمه دوره یې جوړه کړه چې موږ هڅوي.»

د کابل د لوېدیځ حوزې د لوبغاړو استازی قیس کوهستانی هم وايي:«ټول د سولې تږي دي. سوله دې راشي چې وکړای شو په ارامښت کې سپورټ وکړو. همدا اوس هم له وېرې سره سیالۍ جوړوو.»

شریک یي کړئ