د کرېکټ نړۍوال ۲۰ اوریز جام کې بېګاه (یکشنبه د لړم په دویمه نېټه) د هند او پاکستان کرېکټ لوبډلې، د متحده عربي اماراتو په دوبۍ کې د لوبې ډګر ته ووتې.
د هند او پاکستان لوبډلو سیالي تل د دواړو لوبډلو ګنو مینهوالو ته خورا زړه راښکوونکې وي – د بېګانۍ لوبې ته هم زرګونه کسان ورغلي وو.
د لوې پچه پاکستان وګټله او د هند لوبډلې ته یې د توپوهنه بلنه ورکړه، چې هدف وروټاکي.
د هند لوبډلې لومړی توپوهونه پیل کړه، په لومړي سر کې یې دوه لوبغاړي په ډېرو کمو منډو وسوځېدل.
خو د هندۍ لوبډلې لوبډلمشر ویراټ کولي د سیالۍ تر وروستیو اورونو ولاړ پاتې شو او د هند لوبډلې ته د ډېرو منډو جوړولو کې یې پام وړ رول ولوباوه.
د ټولو ۲۰ اورونو په لوبولو او د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره، هند د پاکستان لوبډلې ته د ۱۵۲ منډو هدف وټاکه.
د پاکستان له اړخه توپاچونه کې شاهینشاه افریدي ښه وځلېد، چې د هندۍ لوبډلې د سر سر لوبغاړي یې وسوځول.
د پاکستان لوبډلې بیا، پرته له دې چې کوم لوبغاړی یې وسوځي، د سیالۍ اتلسم اوور کې د هند لوبډلې لهخوا ټاکل شوی هدف پوره کړه.
د پاکستان له اړخه په توپوهنه کې محمد رضوان او بابر اعظم غوره توپوهنه وکړه، چې رضوان ۷۹ او بابر اعظم ۶۸ منډې جوړې کړې.
په دې شان پایلې سره پاکستان هند ته په لسو ویکټو ماتې ورکړه.
د نړۍوال جام په یوه بله سیالۍ کې پرون سریلانکا بنګلهدېش ته ماتې ورکړه.
د افغانستان کرېکت ملي لوبډله به نن د سکاټلنډ لوبډلې سره د لوبې ډګر ته کېوځي.