د فوټبال څلور اړخیزه ټورنمنټ چې د غوره لیګ د څلورو لوبډلو په ګډون د پلازمېنې په کوربتوب سبا په کابل کې پیلېږي.
د شاهین اسمايي، طوفان هریرود، د میوند اتلانو او اباسین څپې لوبډلو، دغه څلور اړخیزه ټورنمنټ به سبا (پنجشنبې، د لړم په ۱۳مه) به پیل شي.
دغه سیالۍ به د څلورو لوبو په ترسراوي او په دوره يي توګه د کابل په کوربتوب د فوټبال د فډراسیون په لوبغالي کې به ترسره شي.
د هېواد د فوټبال فډراسیون په خپل فېسبوک پاڼه کې د دغه خبر له خپرولو سره، سبا ته د دغه ټورنمنټ له پیله خبر ورکړی دی.
ټاکل شوې ده دا سیالۍ د څلورو لوبډلو له حضور سره ترسره شي، په داسې حال کې چې په تېرو کلونو کې د افغانستان غوره لیک کې اته لوبډلې شاملې وې او هرې یوې یې په دغو سیالیو کې د هېواد له یوې حوزې استازیتوب کاوه.
په دې اړه مو اندونه