Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د پاکستان پر وړاندې د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې تاریخي بریا

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې په هند کې د نړۍوال جام سیالیو په لړ کې په خپله پنځمه لوبه کې پاکستان ته د ۸ ویکټو په توپير ماتې ورکړه.

دغه لوبه د هند په «چینای» لوبغالي کې ترسره شوه او د پاکستان ملي لوبډلې د پچې له ګټلو وروسته د توپ‌وهنې پرېکړه وکړه.

د پاکستان لوبغاړو په ۵۰ اورونو کې د ۷ لوبغاړو له سوځېدو سره افغان لوبډلې ته یې ۲۸۳ منډې هدف وټاکه.

د افغانستان لپاره د توپ اچونې په برخه نور احمد لګڼوال ښه وځلېد او د سیالې لوبډلې درې لوبغاړي یې له دګره بهر کړل، همدارنګه نوین‌الحق هم وتوانېد چې دوه لوبغاړي وسوځوي او عظمت‌الله عمرزي او محمد نبي عیسی خېل هم یوه یوه ویکټه واخیسته.

د هېواد د کرېکټ ملي لوبغاړي وتوانېدل چې ټاکل شوی هدف د دوه ویکټو له زیان سره د لوبې په ۴۹ اور کې پوره او بریا خپله کړي.

د توپ وهنې په برخه کې ابراهیم ځدراڼ، رحمن‌الله ګربز او رحمت شاه د افغانستان لپاره ښه لوبه نندارې ته وړاندې کړه او د هېواد په ګټه یې تر نورو ډېرې منډې وکړې.

د هېواد د کرېکټ ملي لوبډله د ۵۰ اوریزو سیالیو په نړۍوال جام کې تراوسه دوه بریاوې او درې ماتې په خپله کارنامه کې لري. د هېواد ملي لوبډلې د بنګله‌دېش، هند او نیوزیلنډ پر وړاندې لوبې بللي، انګلستان او پاکستان ته یې ماتې ورکړې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه