Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د پاکستان پر وړاندې د کرېکټ له تاریخي بریا وروسته د هېوادوالو لمانځنه

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د نړۍوال جام په سیالیو کې پاکستان ته له تاریخي ماتې ورکولو وروسته د هېوادوالو شپه یې له خوښيو او ولولو ډکه کړه.

د پلازمېنې اوسېدونکي او د کرېکټ مینه‌وال له دغه بري وروسته واټونو ته را ووتل او دغه تاریخي بری یې ولمانځه.
 
د کابل اوسېدونکی اشرف ‌علم وايي:«تېره شپه مو دغه لوبه له خپلې کورنۍ سره ولیده او ټول له دغه بري خوشحاله شوو.»
         
د کابل بل اوسېدونکي کبیر هم وویل:«یوازینۍ خوشحالي چې رامنځته کېږي د کرېکټ له لورې ده او اوس یوازې هغه څه چې موږ خوشحاله کوي، کرېکټ دی.»

بلخوا، کرېکټ پوهان او ځيني هېوادوال د هېواد د کرېکټ له ملي لوبډلې د کرېکټ د نړۍوالې شورا د نور ملاتړ غوښتنه کوي او د پاکستان پر وړاندې د افغان اتلانو ښه لوبه ستایي او زیاتوي چې په بېلابېلو لوبو په تېره بیا نړۍوال جام کې د دوو هېوادونو مخامخېدل ځانګړي احساسات او  ولولې لري.

جمیل الرحمن رحیمي کرېکټ پوه څرګندوي:«هر کله چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ لوبه وي، سیاسي موضوعګانې هم شریکې کېږي، نو پر دې بنسټ افغانستان، لوبغاړي او د لوبغاړو پلویان یې نه غواړي چې کومه تېروتنه وکړي.»

له دې سره جوخت، د افغانستان ملي لوبغاړو هم د خپل پخواني سیال پاکستان پر وړاندې خپل بری ولمانځه. افغان اتلانو د هند په نړۍوال جام کې د نورو هېوادونو د لوبډلو پر وړاندې د هېوادوالو د ملاتړ غوښته وکړه.
    
د هېواد د کرېکټ د ملي لوبډلې لوبډلمشر حشمت الله شهیدي وویل:«موږ خپله بشپړه هڅه کوو چې په راتلوونکو لوبو کې هم تاسو ته خوشحالۍ درکړو. له تاسو هیله لرو چې خپل اتلان په ښو او بدو حالتونو کې وهڅوئ.»
  
د کرېکټ د ملي لوبډلې غړی راشد خان ارمان هم څرګندوي:«ټولو هېوادوالو ته دې دا بریا مبارکه وي. ستاسو ټولو له ملاتړه ډېره ډېره مننه. موږ هڅه کوو چې ښه وځلېږو.»

د یادونې وړ ده، چې په نړۍوال جام کې د پاکستان پر وړاندې د هېواد د کرېکټ د ملي لوبډلې بري په ټولنیزو شبکو کې پراخ غبرګونونه راپارولې دي.

د هېواد د کرېکټ ملي لوبدلې د دغو سیالیو په خپلې پنځمه لوبه کې د یوولسو کلونو په لړ کې دا لومړی ځل دی چې په یو ورځنیو سیالیو کې پاکستان ته د اتو ویکټو په توپېر سخته ماتې ورکوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د هېواد ملي لوبغاړي د نړۍوال جام په خپلې شپږمه لوبه کې د اکټوبر پر ۳۰مه د سریلانکا پر وړاندې خپل بخت ازمويي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه