Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

مسوولین: کندهار کې د "قوشتېپې" کرېکټ جام ترسره کیږي

د افغانستان د کرېکټ بورډ چارواکو د روانې اونۍ د پنجشنبې پر ورځ په یوه خبري غونډه کې و ویل، د قوشتېپې په نوم د ۲۰ اوریز جام ترسره کېدونکی دی.

د کورني کرېکټ مسوولینو په دغه خبري غونډه کې و ویل، دغه سیالي د کرېکټ د ملي لوبغاړو په حضور کې د کورنیو لوبغاړو لوبو د کرېکټ د کیفیت کچې لوړولو په موخه په کندهار کې پیلیږي.

د کورني کرېکټ مسوول، نظیم جار عبدالرحیم‌زي و ویل: د دغو سیالیو یوه موخه دا ده چې ډیری خلکو فکر کاوه چې د کورني کرېکټ او ملي لوبډلې ترمنځ یو واټن شته، یوه تشه ده او د دغې تشې د راکمولو لپاره ځکه کورني لوبغاړي او ملي لوبغاړي به له یو بل سره لوبیږي، بله دا چې موږ په مخکې د ۲۰ اوریزو نړۍوال جام لرو نو پکار وه چې داسې یوه سیالي شوي وای.

د دغو سیالیو د ترسره کولو یوه بله موخه بیا د روان زیږیز کال نړۍوال ۲۰ اوریز جام ته د ملي لوبډلې د لوبغاړو چمتو والی بلل شوی دی.

د افغانستان د کرېکټ بورډ د غوراوي کمېټې مسوولین زیاتوي چې د دغو سیالیو په پای کې به د نړۍوال جام لپاره د غوره څېرو پېژندنه  او ټاکنه وشي.

د کرېکټ بورډ د غوراوي کمیټې مسوول، احمدشاه سلیمان خیل و ویل: دا ډیرې ښې سیالۍ دي او موږ به هڅه وکړو چې د لوبغاړو لوبې ته په کتو د راتلونکي نړۍوال جام لپاره هم ځينې کسان په پام کې لرو چې د هغوی لوبې به هم دلته کتل کیږي او بیا به اخیستل کیږي.

د کرېکټ بورډ د غوراوي کمیټې غړی، میر مبارز و ویل: د ملي لوبډلې لوبغاړي په مساوي توګه په پنځو لوبډلو کې ویشل شوي دي. په مساوي توګه، ځکه د لوبډلو متوازنه باید ښه وي. څو موږ ښې لوبې ولرو.

د قوشتیپې په نوم دغه سیالۍ به د کندهار په کوربتوب، د پنځو لوبډلو؛ سپین غر، مس عینک، امو، بندامیر او بست د لوبغاړو ترمنځ د راتلونکې اپریل میاشتې پر ۱۶مه ترسره پیل شي.

په دغو سیالیو کې به ګډون کوونکې لوبډلې د لیګ په بڼه ولوبیږي چې هره لوبډله به له بلې سره د یوولسو ورځو په ترڅ کې اته لوبې وکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه