Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

دافغانستان او سعودي عربستان تر منځ د فوټسال لوبه دوه پر دوه مساوي شوه

د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې او سعودي عربستان تر منځ دوستانه لوبه نن (پنجشنبه د وري ۲۳مه) دوه پر دوه مساوي پای ته ورسېده.

دافغانستان د فوټبال فدراسیون مسوولین وایي، دغه لوبه په تایلنډ کې ترسره شوه.
د افغانستان لپاره مهدي نورزي او امید قنبري ګولونه ووهل.

د فوټبال فدراسیون مسوولین وایي، د فوټسال ملي لوبډله به روان زېږیز کال کې د اسیا جام تر سیالیو وړاندې له چین سره هم یوه دوستانه لوبه ترسره کړي.

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې تر دې وړاندې د تایلنډ، تاجکستان، میانمار او د تایلنډ د "چنبوري" کلب لوبډلو ته ماتې ورکړې وه.

د فوټسال ملي لوبډله به د روان کال په اسيا جام سیالیو کې له ايران، کويټ او بحرين سره په ګروپ کې وي او د دې سياليو په چوکاټ کې به خپله لومړۍ لوبه کې د ۲۰۲۴ کال د روانې میاشتې په ۱۸مه نېټه د ايران له ملي لوبډلې سره په تایلنډ کې د لوبې ډګر ته ښکته شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه