افغانستان د کرکټ نړیوالې شورا راتلونکو لوبو «اف ټي اف» کې چې له ۲۰۱۹ تر ۲۰۱۳ زیږدیزو کلونو ترمنځ پنځو کلونو کې ۱۲ تسټ لوبې ولري. ټاکل شوې ده چې ۲۰۲۰ زیږدیز کال کې ملي لوبډله له اسټرالیا سره په دې لوبو کې مخامخ شي.
دا په داسې حال کې ده چې افغانستان، ایرلنډ او زمبابوې اتلولۍ ټورنمټ ټسټ لوبو ځای نه دی ورکړی شوی، خو دا لومړی ځل دی چې افغانستان ته له آسټرالیا سره د پنځو ورځنیو ټسټ لوبې موکه ورکړل شوی ده.
مخکې له دې چې استرالیا له هند سره خپلې څلور تسټ لوبې ترسره کړي، خپله لوبه به له افغانستان سره وکړي.
افغانستان له هند سره خپله ټسټ لوبه چې په بنګلور کې ترسره شوه، وبایلله.
ټاکل شوې ده چې افغانستان لوبډله ۲۰۲۲ کال کې د استرالیا لوبډلې کوربه وي او تر هغې پورې به د زمبابوې او ویسټ انډيز سره هم ټسټ لوبې ولري.
افغانستان او ایرلنډ هغه دوه لوبډلې دي چې د کرکټ نړیوالې شورا دایمي غړيتوب لپاره هڅې کوي او د ۲۰۱۹ اوړ ۲۰۲۲ کلونو ترمنځ ورته د ۱۲ لوبو اټکل شوی دی، خو دا دوې لوبډلې د ټسټ لوبو په اتلولۍ کې نه دي شاملې.
ایرلنډ ته په ۲۰۱۹ زیږدیز کال کې د انګلیس پر وړاندې یرغلییزه لوبه او له نیوزیلنډ سره ۲۰۲۲ کال کې کورنۍ لوبه په پام کې نیول شوې ده.