ټاکل شوې ده چې د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله د روان هجري لمریز کال په غبرګولي میاشت کې په درې یو ورځنیو لوبو کې د بنګلهدېش کرېکټ ملي لوبډلې په وړاندې لوبه وکړي.
دغه لوبې د هند په دهرادون ښار کې ترسره کېږي.
کهڅه هم د دغو لوبو وخت تر اوسه هم تر بحث لاندې دی، خو هندي رسنۍ رپوټ ورکوي چې د بنګلهدېش کرېکټ بورډ هوکړه کړې چې په هند کې به د افغانستان په وړاندې لوبه وکړي.
افغانستان همدارنګه خپله لومړنۍ «ټیسټ» لوبه په غبرګولي کې (د روان زیږدیز کال په جون کې) ترسره کړي. دغه لوبه به د غبرګولي په ۲۴ مه پیل شي.
د «کرګبز ډاټ کام» په رپوټ کې راغلي دي چې د بنګلهدېش چارواکې هڅه کوي له دې وړاندې چې افغانستان په یوې تاریخي «ټیسټ» لوبه کې د هند په وړاندې ډګر ته ور ودانګي، په یو ورځنیو لوبو کې د بنګلهدېش په وړاندې لوبه وکړي.
د بنګلهدېش د کرېکټ ملي لوبغاړی تمیم اقبال، چې په زنګانه کې د ټپ له امله تر درمنلې لاندې دی، د سېشنبې په ورځ وویل چې هغه د افغانستان په وړاندې د درې یو ورځنیو لوبو د لړۍ لپاره به چمتووالی ونیسي.
افغانستان او ایرلنډ دوه هغه لوبډلې وې چې تېر کال د کرېکټ د نړیوالۍ شورا بشپړ غړیتوب یې ترلاسه کړ.
ایرلنډ خپله لومړنۍ ټیسټ لوبه د روان کال په غوايي کې د پاکستان په وړاندې ترسره کوي.
له پاکستان، زېمبابوې او بنګلهدېش څخه وروسته افغانستان څلورمه لوبډله ده چې خپله لومړنۍ او یا پیلنۍ ټیسټ لوبه د هند په وړاندې ترسره کوي.