د هېواد کرکټ لوبډلې کپټان، اصغر افغان له هندي رسنیو سره په خبرو کې ویلي دي چې لوبډله یې آسیا جام لوبو ته د بریا په موخه راغلې ده.
ټاکل شوې ده چې د کرکټ ملي لوبډله دوشنبې(د وږي۲۶مه) د آسیا نړیوال جام څوارلسم دور لوبو کې له سریلانکا سره خپل بخت وازمايي.
دا په داسې حال کې ده چې سریلانکا خپله لومړۍ لوبه کې د بنګله دیش پر وړاندې د ۱۳۷ منډو په توپير ماته وخوړه.
افغانستان دوه ځله د سریلانکا له لوبډلې سره لوبه کړې چې لومړۍ یې د بنګله دیش ۲۰۱۴ لوبې وې او دوهم ځل هم ۲۰۱۵ کال لوبې چې نوي ځيلاند کې ترسره شوې، او دواړه واره د لوبې بریا د سریلانکا په برخه شوه.
اوس مهال ښاغلی افغان په دې باور دی چې د مخکې په پرتله لوبډله غښتلې شوې او دوی د راشد ارمان او نبي عیسی خېل په څېر باولران لري چې کولی شي ښه لوبه وکړي.
د آسیا جام سږني کال لوبې عربي متحده اماراتو کې ترسره کېږي.