Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

اصغر: کریکټ لوبډله ایرلنډ سره لوبې ته پوره چمتووالی لري

د افغانستان د کریکټ لوبډلې لوبډل مشر، اصغر افغان وايي چې لوبډله یې د اېرلنډ پر وړاندې لوبې ته چمتو ده.

نوموړي سې‎شنبې( د سلواغې ۳۰مه نېټه) د افغانستان لوبډلمشر اصغر افغان او د ایرلنډ لوبډلمشر، پال سټرلینګ سره د هند په د هرادون ښار کې د داوړو لوبډلو تر منځ د سیالیو له پیلیدو وړاندې، په یوه ګډه خبري ناسته کې دا مطلب څرګند کړ.

اصغر افغان د خپلې لوبډلې له بشپړ چمتووالي خبر ورکړ او زیاته یې کړه: «زموږ لوبډله له تېرې یوې میاشتې راهیسې دلته په هندوستان کې پر تمریناتو بوخته ده او له همدې امله موږ راتلونکو لوبو ته بشپړ چمتووالی لرو.»

ښاغلي افغان زیاته کړه چې د ایرلنډ پر وړاندې د سیالیو راتلونکې لړۍ به له دوی سره د کرکټ نړیوال جام لپاره په چمتووالي کې هم مرسته وکړي.

په همدې حال کې پال سټرلنګ چې په راتلونکې لوبلړۍ کې د ایرلنډ د شل اوریزو سیالیو لوبډلمشر دی، د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل:«د افغانستان لوبډله، یوه پیاوړې لوبډله ده او له تېرو څو کلنو راپدېخوا یې په شل اوریزو لوبو کې ښې لاسته رواړنې درلودې. دا زموږ لومړی ځل دی چې په دهرادون کې لوبې کوو او هڅه به مو دا وي چې دلته له هوا سره هم ځان بلد کړو، ترڅو په راتلونکو لوبو کې له سیالې لوبډلې سره رقابتي لوبې وکړو.»

افغانستان او ایرلنډ د دهرادون ښار په راجیوګاندي لوبغالي کې د یوه بل پر وړاندې درې شل اوریزې نړیوالې، پنځه، یو ورځنۍ نړیوالې او یوه ټېسټ لوبه لري چې راتلونکې پنجشنبه (د فبروري ۲۱مه) پیل او د مارچ میاشتې تر ۱۹مې نېټې پورې به دوام ومومي.

ټاکل شوې راتلونکې پنجشنبې افغانستان او ایرلنډ درې شل اوریزې نړیوالې، پنځه، یو ورځنۍ نړیوالې او یوه ټېسټ لوبه سره ترسره کړي

شریک یي کړئ