د هېواد د کرېکټ ملي لوبډله، نن شپه (د غبرګولي په ۱۷ مه) د کابل په وخت شپږنیمې بجې، د شل اوریزو سیالیو لړۍ په درېیمه او وروستۍ لوبه کې د بنګلهدېش د کرېکټ ملي لوبډلې په وړاندې ډګر ته وردانګي.
د هېواد زمریان توانېدلي چې د دغې لړۍ دوه سیالۍ چې د هند په دهرادون ښار او د راجیو ګانډي په لوبغالي کې له بنګلهدېش څخه وګټي.
دا په داسې حال کې ده چې د کرېکټ نړیوالې شورا په نوملړ کې افغانستان په اتم او بنګلهدېش ۱۰ ځایګی لري.
د هېواد د کرېکټ بورډ ویاند فرید هوتک په دې اړه وویل:«ملي لوبغاړو په تېرو دوو لوبو کې وتوانېدل چې بنګلهدېش مات کړي. د هېواد لوبغاړي، د درېیم ځل لپاره هم ښه چمتووالی لري ترڅو وکړای شي د درېیم ځل لپاره بنګلهدېش ته ماتې ورکړي.»
د هېواد کرېکټ ملي لوبډله تراوسه له بنګلهدېش سره درې رسمي لوبې کړي چې له دې منځه يي دوه لوبې ګټلې او یوه يي بایللې ده.
تمه کېږي چې د هېواد کرېکټ ملي لوبډله د بنګلهدېش په وړاندې د شل اوریزې سیالۍ له وروسته لوبې وروسته، د همدغې زیږدیز میاشتې په څورلسمه نېټه د هند په وړاندې لومړنۍ ټيسټ لوبه ترسره کړي.