Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

دننه هېواد کې د ښځينه لوبغاړو د ځور په تړاو څېړنه بشپړه شوه

لویه څارنوالۍ وايي چې د فوټبال فډراسیون کې د اخلاقي فساد او جنسي ځورونې په اړه څېړنې دننه په هېواد کې بشپړې شوې دي.

لویه څارنوالي وايي، د فوټبال پر ښځینه لوبغاړو د جنسي ځورونې د لا څېړنې په موخه به یو پلاوی څو اروپایي هېوادونو ته ولېږل شي.

د روان کال په لیندۍ میاشت کې، د فوټبال د ښځيه لوبغاړو روزونکې خالدې پوپل له ګارډین ورځپاڼې سره په یوې مرکه کې ادعا وکړه چې د دغه فډراسیون رییس کرام الدین کریم او ځينو غړو د نجونو ملي لوبډله جنسي ځورونې سره مخ کړې دي.

له هغې وروسته کله چې لویې څارنوالۍ په دې اړه څېړنې پیل کړې. اوس کابو یوه نیمه میاشت وروسته لویه څارنوالۍ وايي چې دننه هېواد کې څېړنې بشپړې شوي او اړتیا ده چې د څېړونو د دوام لپاره له هغو کسانو چې له هېواده بهر دي هم څېړنې وشي.

له دې وړاندې د هېواد لویې څارنوالۍ د فوټبال فډراسیون د ريیس په ګډون د پنځه تنو دندې ځنډولې وې، خو اوس د دې فډراسیون د تخنیکي مرستیال دنده بېرته عادي حالت ته راګرځېدلې.

د هېواد د ملي لوبډلې ځينې لوبغاړي او خالده پوپل له هېواده بهر ژوند کوي.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي په دې اړه وویل:«اړتیا ده چې زموږ څېړنیزه ډله ځينو اروپايي هېوادونو ته ولاړه شي او له ځينو کسانو او بنسټونو سره چې په دغې پېښه کې دخیل دي مصاحبه وکړي.»

د فوټبال فډراسیون ريیس او یو شمېر نور غړي وروسته له هغه ممنوع الخروج اعلان شول چې د فوټبال یو شمېر ښځینه لوبغاړو پرې د جنسي تاوتریخوالی تور ولګاوه. همدا ډول څو ښځینه لوبغاړو له غربي رسنیو په مرکه کې د فوټبال فډراسیون ريیس کرام الدین کریم  په واضحه توګه په جنسي تاوتریخوالي تورن کړ.

د فوټبال نړیوال فډراسیون فیفا هم کرام الدین کریم پر هر ډول فعالیت بندیز لګولی دی.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي وايي، د فوټبال پر ښځینه لوبغاړو د جنسي ځورونې د لا څېړنې په موخه به یو پلاوی څو اروپایي هېوادونو ته ولېږل شي.

شریک یي کړئ