د هېواد د فوټبال ۱۶ کلنو لوبډلې د اسیا مرکز جام یا کفا سیالیو په وروستۍ لیدنه کې وتوانېده چې قرغزساتان ته ۴ پر صفر ماتې ورکړه.
دا لوبه چې تېر ماښام( دوشنبې د چنګاښ۱۸مه)ترسره شوه، د هېواد لوبډله وتوانېده چې قرغزستان ته له ماتې سره نائب اتلولي خپله کړي.
ازبکستان د دغو سیالیو کوربه هېواد وه چې په درېیو بریاوو او ۹ امتیازونو یې لومړی مقام خپل کړ.
دا په داسې حال کې ده چې تېر کال د افغانستان لوبډله د دې لوبو په لومړي پړاو کې اتلولي ته رسېدلې وه.
ټاکل شوې ده چې د هېواد د ۱۶ کلنو لوبغاړو د فټبال لوبډله د سپټمبر میاشتې په ۲۰مه د آسیا ملتونو جام سیالیو لپاره مالیزیا ته ولاړه شي او په څلورم ګروپ کې د سویلي کوریا، عراق او آسټرالیا سره لوبې وکړي.