د آزادو مبارزو افغان لوبغاړي، عبدالعظیم تېره شپه د «سوپرلیګ فایټ» لوبو کې چې هند کې په لاره اچول شوې وې، خپل جرمن سیال، ساسشا شرما سره مخامخ شو او په درېیم روند کې یې ناکاوټ کړ، بریا یې خپله کړه.
ساسشا شرما چې هندي الاصله جرمن دی په دې لوبو کې یې له آلمان څخه ګډون کړی وه او تېره شپه یې وبایلله.
نوموړي له ۱۸ لوبو څخه ۱۴ ګټلې دي.
ښاغلي بدخشي مخکې له دې اوه ځله لوبه کړې ده او یوازې یوه یې بایللې ده.
د لوبې په پیل کې ټولو فکر کاوه چې شرما به د لوبې ګټونکی وي او له دوو لومړیو روڼدونو کې یې ډېرې نمبرې واخیستي، خو په درېیم رونډ کې افغان لوبغاړي په زانګون ګوزار ورکړ او هغه ناک اوټ کړ.
بدخشي له دې سره ۶ پوره امتیازه ترلاسه کړل.