Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هند غوره لیګ کې مجیب کنګز ایلوَن پنجاب سره غوره لوبغاړی شو

د هند کرکټ غوره لیګ لوبو کې چې تېره شپه(یک‎شنبې د غويي۱۶مه) کنګز ایلون پنجاب د راجستان رویالز سره درلوده، په پایله کې پنجاب د ۶ ویکټو په توپير لوبه وګټله.

په دې لوبه کې د هېواد کرکټ ځوان لوبغاړی، مجیب ځدراڼ چې د کنګز ایلون پنجاب سره لوبه کوي، د توپ‎وهنې په برخه کې د ښې لوبې لپاره غوره لوبغاړی وټاکل شو.

په دې لوبه کې لومړۍ لوبه د راجستان لوبډلې توپ وهنه پیل کړ ه او توانیدل چې په ۲۰ اورونو کې د ۹ لوبغاړو له لاسه ورکړې سره ۱۵۲ منډې جوړې کړې او د دې لوبډلې لوبغاړی، بتلر ښه لوبه وکړه چې ۵۱ منډې یې ترسره کړې.

خو پنجاب لوبډله کې مجیب د ښې ځلیدا سره وتوانید چې په ۴ اورونو کې د ۲۷ منډو په ورکړې ۳ لوبغاړي وسوځوي.

دې لوبډلې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره وتوانېدل چې په ۱۹ اورونو کې ورکړل شوې موخه پوره کړي.

په دې برخه کې د راجستان رویالز لوبغاړی، راهول ښه وځلید چې ۸۴ منډې یې پرته له سوځېدو خپلې لوبډلې ته ترسره کړې.

اوس‎مهال حیدر آباد د هند غوره لیګ لوبو په نوملړ کې لومړی ځای، همداراز د سوپرکینګ چنای لوبډله د ۱۴ امتیازو او ۱۰ لوبو سره دوهم او نایټ رایدرس د ۱۰ امتیازو او ۹ لوبو سره درېیم ځای لري.

د مجیب ترڅنګ د هېواد بل کرکټ لوبغاړی توانېدل چې تر اوسه د هند غوره لیګ لوبو کې درې ځله د لوبې غوره لوبغاړی شي

شریک یي کړئ