تودی خبری
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
تودې خبرې: د ولسي جرګې مرستیالانو ټاکنه
د ولسي جرګې د اداري پلاوي د ټاکنو په دوهمه ورځ د دې جرګې د لومړي مرستیالۍ لپاره همایون همایون او نذیراحمدزي، د دوهم مرستیالۍ لپاره محمدعبدو او عبیداله کلیمزي او د ولسي جرګې د لومړي منشي د چوکۍ لپاره میرداد نجرابي او محمدیوسف صابر سره سیالي وکړه.
ښاغلي همایون له هغې وروسته چې د ولسي جرګې د لومړي مرستیالۍ چوکۍ لپاره یې د جرګې د غړو ډیرې رایې ترلاسه کړې حکومت یې د ولسي جرګې په ټاکنو کې په لاسوهنې تورن کړ.
په دي خپرونه کي ذبیح سادات پر همدي موضوع له ميلمنو سره خبرې کړې دي.
مېلمانه:
د ولسي جرګې غړی، عبدالجبار قهرمان
د ولسي جرګې غړی، مسعوده کړوخي
د ولسي جرګې غړی، انجینر ذکریا ذکریا
د حقوقپوهانو ټولنې مسؤړل، اجمل هوډمن