ټاکنې: د رایو ورکوونکو نوملیکنې پروړاندې ستونزې
د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي ټاکنو ته د نوملیکنې شمېر۴میلیونه او ۹۳۷ زره تنو ته رسیدلی، خو لاهم ۵۱۵ مرکزونه د امنیتي ګواښونو او ۲۴۵ مرکزونه هم د توکو نه رسېدو له کبله تړلي پاتې دي.
د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون غړی، سیدحفیط الله هاشمي وایي د جوزجان خماب او قرقین، د بدخشان کوهستان، د پکتیکا ګیان او ګومل، د هلمند مارجې، د زابل دای چوپان او د فاریاب څلورو ولسوالیو ته ټاکنیز توکي نه دي رسیدلي.
دی وړاندې وايي:«مواد باید پر خپل وخت رسېدلې وی، له بده مرغه چې الوتکې په عملیاتو کې بندې دي. ځنډ شو خو هغه مواد چې ولسوالیو ته رسېدلي دي هلته نوم لیکنه پیل شوې ده.»
په دې خپرونه کې پر همدې موضوع له مېلمنو سره خبرې شوې دي.
د خپرونې مېلمانه:
د حق او عدالت ګوند غړی، حبیبالله جانبدار
سناتوره، رڼا ترین
د افغانستان آزادو او عادلانه ټاکنو بنسټ اجرائیه رئیس، یوسف رشید