تودی خبری
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
ټاکنې: په بېسارې توګه د سټيکرو ویش او چاپ په اړه اندېښه
د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي له ۵ نه تر ۷ مېلیونو رایه ورکوونکو ثبتېدل د هغوی موخه بلل کېږي خو دغه بنسټ د اتلس مېلیونه کسانو لپاره د ثبت سټیکر چاپ کړي.
د شمېرو پر بنسټ د ټول هېواد په کچه د ټاکنو لپاره تراوسه څلور مېلیونه او ۶۰۰زره کسانو نوم لیکنه کړې، چې له دې ډلې يې ۳۲ سلنه يي مېرمنې دي.
خو دغه کمېسیون د دغه شمېر رایه ورکونکو لپاره ۱۸ مېلیونه سټېکرونه چاپ کړي دي.
په دې خپرونه کې کوربه نعمت روان پر همدې موضوع له مېلمنو سره خبرې کړې دي.
خبریال او سیاسي فعال، محمد نبي مصداق
د اکسین شبکې رئیس، حبیبالله ننګ
د ښځو د حقونو فعاله، ناهید ایثار