ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې یمن کې د قحطي مخنیوي لپاره فرصت د لاسه تلو په حال کې دی.
د ملګرو ملتونو یوه تازه څېړنه ښیې چې راتلونکې کال کې به میلیونونه کسان په جګړه ځپلي یمن کې له لوږې سره مخامخ شي.
په همدې حال کې د خوړو نړیوال پروګرام وايي چې ۲۰۲۱ زیږدیز کال کې به د یمن له دېرش مېلیوني وګړو څخه نیمايي له سختې لوږې سره مخامخ شي.
یمن کې د شپږو کالو راهیسې کورنۍ جګړه روانه ده.
په همدې حال کې اوس مهال یمن کې له دوو میلیونو زیات ماشومان له خوارځواکۍ سره مخامخ دي.
ملګرو ملتونو یمن سره د مرستې په موخه د ۳،۴ میلیارډ ډالرو مرستو غوښتنه کړې ده.
د یمن اوسېدونکی، عبدالله وايي:«کله کله د شپې د خوړلو لپاره څه نه لرو. د ژوند د اساسي اړتیاوو او د خوړو بیې زیاتې شوې دي. بیې هره ورځ لوړیږي. موږ نشو کولی داسې ژوند وکړو.»
په ۲۰۱۴ زیږدیز کال کې یمن کې کورنۍ جګړې راپورته شوې او د ایران پلو حوثي وسله والو لخوا یې حکومت نسکور شو.
دغه هېواد کې د جګړې د پیل راهیسې څه باندې سل زره کسان وژل شوي دي.