Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د چین سفارت پاکستان کې د خپلو وګړو د خوندیتابه غوښتنه کړې

اسلام اباد کې د چین سفارت له پاکستاني چارواکو غوښتي چې هلته د پنځو وژل شویو انجینرانو وژل کېدو په اړه څېړنې وکړي.

د خیبر پښتونخوا په شانګله سیمه کې د سې شنبې (وري اوومه) په ورځ  یو ځانمرګي بریدګر د چینایي انجینرانو یو بس په نښه کړ چې په پایله کې یې یو پاکستانی او پنځه چینایي وګړي و وژل شول.

هلته د چین سفارت د پاکستان له حکومت همداراز غوښتي چې دغه هېواد کې د چینایي وګړو امنیت خوندي کړي.

خیبرپښتونخوا کې د بشام سیمې د کمیشنر مرستیال عدنان خان و ویل: « په دغه کاروان کې ۱۲ موټر وو چې دوه بسونه پکې د چینایي وګړو د لېږد وو. یو ویټز ډوله موټر چې ځانمرګی بریدګر یې لېږداوه له دغه بس سره ټکر وکړ او بس لاندې درې ته ولویده او په پایله کې یې پنځه چینایي وګړي او یو پاکستانی موټر چلوونکی و وژل شول.»

د سیمې یو اوسېدونکي ممتاز هاشمي د دغې پېښې په اړه داسې و ویل: « کله چې د پېښې سیمې ته ورسېدم، هلته وضعیت ډېر خراب و او وروسته بیا د سیمې خلک د مرستې لپاره راغلل او وروسته یې پولیس هم راغلل. دا چاودنه د چینایانو پر یو موټر وشوه چې پنځه چینایان پکې و وژل شول.»

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف دغه برید غندلی او ویلي یې دي چې عاملان به یې ونیسي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت هم د دغه برید د غندلو ترڅنګ ویلي، هیڅ هېواد باید د ترهګریزو بریدونو قرباني نشي.

د دغه وزارت ویاند میتېو مېلر و ویل: « موږ پاکستان کې پر چینایي انجینرانو برید غندو. موږ د دغه برید له امله د اوښتو ځاني زیانونو او ټپونو په اړه خواشیني یو او له هغو کسانو سره خپله ژوره خواشیني څرګندوو چې د دغه برید قرباني شوي دي. د پاکستان خلکو د ترهګرۍ له امله ډېر زیانونه لیدلي دي. باید و وایم چې چینایي وګړي هم په پاکستان کې د ترهګرۍ قرباني دي. هیڅ هېواد باید د ترهګریزو کړنو قرباني نشي.»

دا په تېره یوه اونۍ کې درېیم ځل دی چې پاکستان کې د دغه هېواد او چین پر تاسیساتو برید کیږي.

د دغې پېښې مسوولیت که څه تر اوسه چا نه دی اخیستی خو د پاکستاني طالبانو تحریک په یوه خبرپاڼه کې په دغه پېښه کې لاس لرل رد کړي دي.

د دغه تحریک په خبرپاڼه کې راغلي چې دوی یوازې پاکستاني پوځیان په نښه کوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه