Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ د برید په تړاو د امنیت شورا بیړنۍ غونډه

د ایران په غوښتنه د سوریې په دمشق کې د دغه هېواد پر کونسلګرۍ د برید په تړاو  د ملګرو ملتونو امنیت شورا بیړنۍ غونډه جوړه شوه.

په دغه غونډه کې ایران او سوریې، په پلازمېنه دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ د برید پړه پر اسراييل واچوله.

هغوی دغه برید، تیری او جنایت یاد کړ او خبرداری یې ورکړ چې د اسرايیلو له لوري دا ډول اقدامات د سیمې او نړۍ سوله او امنیت له ګواښ سره مخ کوي.

په ملګرو ملتونو کې د ایران سفیرې، زهرا ارشادي و ویل: «اوس په بشپړه توګه څرګنده ده چې  د اسراييلو نامسوولانه او بې ثباته کوونکي اقدامات زموږ د سیمې او نړۍ د امنیت او سولې لپاره رښتینی ګواښ دی.»

په ملګرو ملتونو کې د سوریې استازي، قصي الدهاک هم و ویل: « زما هېواد سوریه، د اسراییلو ښکېلاکګر دولت جنایت کاران او په امریکا کې یې شریکان د دغه برید مسوولین ګڼي او د سیمې او نړۍ د نا امنۍ او پایلو مسوولین یې هم بولي.»

له دې سره سم، په ملګرو ملتونو کې د امریکا دایمي استازولي د سوریې په دمشق کې د دوشنبې ماښام له بریده د بې خبرۍ په ښودلو سره ویلي، امریکا په دغه برید کې هیڅ ډول لاس نه لري.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا دایمي استازولۍ مرستیال، رابرټ ووډ و ویل: «لکه څرنګه چې سپینې ماڼۍ یې هم اعلان کړی دی، امریکا د سوریې د تېرې ورځ برید تر شا لاس نه لري. موږ تر برید مخکې د دغه برید په تړاو مالومات نه درلودل. موږ په مستقیمه توګه دا موضوع ایران ته اعلان کړې ده.»

په منځني ختیځ او  اسیا پاسفیک کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال، محمد خالد خیاري و ویل: «د ډيپلوماټیکو ځایونو او کونسلیو خوندیتوب باید د نړۍوالو قوانینو پر بنسټ مراعت شي. د امنیت شورا د غړو هېوادونو حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته باید د نړۍوالو قوانینو پر بنسټ درناوی وشي.»

دا په داسې حال کې ده چې د سوریې په پلازمېنه دمشق کې د ایران پر کونسلۍ د برید په پایله کې د ایران د سپاه پاسداران دوه لوړپوړي غړي او پنځه ځواکونه وژل شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه