Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د روسیې پر وړاندې د اوکراین پر ملاتړ د ناټو د سرمنشي ټینګار

د ناټو سرمنشي وايي، د بهرنیو چارو د وزیرانو په لومړنۍ غونډه کې د اوکراین پر وړاندې د روسیې د ملاتړ پر سر هوکړه وشوه.

ینس سټرلټنبرګ یو ځل بیا اوکراین ته د غړو هېوادونو د مالي او پوځي مرستو د استولو غوښتونکی شو.

د ۳۲ غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د ناټو د ۷۵ کلیزې په مناسبت، د بلجیم په بروکسل ښار کې سره کتلي دي.

یانس سټولټنبرګ و ویل: «زموږ په نننۍ غونډه کې، پر دې بحث وشو چې څه ډول کولای شو په راتلونکي کې  خپل ملاتړ لا تلپاتی او کلک کړو. ټول متحدان په دې حساس وخت کې له اوکراینه د ملاتړ هوکړه لري. متحدینو هوکړه کړې چې له ناټو سره په ګډه له اوکراین سره د امنیتي همغږۍ په مرسته مخکې ولاړ شي.»

له دې سره سم، د جرمني د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کوي چې له اوکراینه ساتنه، له اروپا د ساتنې په مانا ده.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې، انالنا بېربوک و ویل: «موږ د یو نظامي اتحاد په توګه، په اروپا کې د خپل امنیت او خپلواکۍ ساتنه کوو. له همدې امله به له اوکراینه ملاتړ کوو.»

اخوا، د اوکراین بهرنیو چارو وزیر ویلي، هېواد یې په جدي توګه د توغندیو د دفاعي سیسټم ته اړتیا لري څو له هوايي بریدونو ځانونه وساتلای شي.

هغه زیاته کړې چې له خپلو لویدیځو متحدینو یې په کافي کچه دفاعي سیسټمونه نه دي ترلاسه کړي.

د  اوکراین د بهرنیو چارو وزیر، دیمیتري کولبا و ویل: «ایا د نړۍ په کچه کوم بل هېواد شته چې په دې کچه له هوايي جګړې سره مخ وي، چې اړ شي څو هره ورځ لسګونو توغندیو او بې پيلوټه الوتکو سره مخ شي او یا هره ورځ څه کم درې بالیستیکي توغندي شنډ کړي؟ نه نشته؟ یوازې اوکراین په دا ډول جګړه کې دي. زموږ شریکان د توغندیو دفاعي سیسټم په واک کې راکړی دی موږ ترې مننه کوو. خو د جګړې کچې ته په کتو موږ ته چې کوم توغندي را رسیدلي، کافي نه دي.»

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې ناټو له غړو هېوادونو غوښتي چې اوکراین ته د پنځه کلنو مرستو د نوې دورې لپاره ۱۰۰ میلیارده یورو ته اړتیا ده چې باید تصویب شي.

په دې وروستیو کې ناټو له غړو هېوادونو غوښتي چې اوکراین ته د پنځه کلنو مرستو د نوې دورې لپاره ۱۰۰ میلیارده یورو ته اړتیا ده چې باید تصویب شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه