Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

امریکا د ایران احتمالي برید ته چمتووالی نیسي

رویټرز خبري اژانس د امریکایي چارواکو په حواله راپور ورکړی چې متحده ایالت سوریه کې د ایران پر کونسلګرۍ تر برید وروسته، د ایران له لوري په سیمه کې د امریکا او اسراییلو پر ګټو احتمالي برید ته چمتووالی نیسي.

دغه امریکایي چارواکی وایي برید ښایي په راتلونکې اوونۍ کې ترسره شي.

هغه زیاته کړه: « موږ په یقیني توګه د احتیاط په لوړ حالت کې یو.»

د سوریې په پلازمېنه دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ د دوشنبې ورځې په برید کې د سپاه پاسداران دوه لوړپوړي غړي او پنځه سرتېري وژل شوي دي.

تهران د دغه برید پړه پر اسراییلو ور واچوله خو اسراییلو تر دې مهاله څه نه دي ویلي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه