Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په سره سمندرګي کې د حوثیانو د ګواښونو زیاتېدل

 د یمن حوثيانو یو ځل بیا په سره سمندرګي کې پر یوې برېټانيي کښتۍ او دوو اسراییلي کښتیو د برید اعلان کړی دی.

د یمن د حوثيانو د پوځ ویاند یحیی سريع ویلي، په تېرو ۷۲ ساعتونو کې یې په سور سمندرګي کې د اسراییلي، امریکايي او برېټانيي بېړیو پر ضد پنځه پوځي عملیات کړي دي.

د یمن د حوثیانو د پوځ ویاند و ویل: د یمن وسله والو ځواکونو په تیرو ۷۲ ساعتونو کښې د فلسطین د مظلوم ملت د فتحې او زموږ پر هېواد د امریکې او برېټانیې د تیریو په غچ کې پنځه پوځي عملیات ترسره کړي دي. سمندري ځواکونو د یو شمېر مناسبو توغندیو سره په سور سمندر کې د برېټانيي جنګي کښتۍ په نښه کولو عملیات ترسره کړل او مستقیم برید یې وکړ. دوی په دوو اسراییلي کښتیو هم عملیات وکړل چې د اشغال شوي فلسطین بندرونو ته روان وو.

د یمن حوثيانو یو ځل بیا خبرداری ورکړی چې تر هغه چې په غزه کې دایمي اوربند نه وي شوی، دوی به په سور سمندرګي او عربي بحیره کې د اسراییلو او د هغوی د متحدینو هر ډول کښتۍ په نښه کړي.

هغوی په سور سمندرګي کې د امریکا پر ځینو کوچنیو جنګي بېړیو د بې پیلوټه الوتکو د برید خبر هم ورکړی دی.

د حوثيانو ویاند یحیی سريع ویلي: "د یمن د وسله والو ځواکونو هوايي ځواک د بې پیلوټه الوتکو په کارولو سره په سور سمندرګي کې د امریکا یو شمیر کوچنۍ جنګي بیړۍ په نښه کړې او دغه عملیات یې ترسره کړل. په بریالیتوب سره خپل اهداف ترلاسه کړل."

په ورته وخت کې، په سور سمندرګي کې د اسراییلو او د هغوی د متحدینو پر کښتیو د یمن د حوثیانو بریدونو د سویس کانال له لارې نړۍوال ټرانسپورټ ګډوډ کړی او شرکتونه یې اړ کړي چې د سویلي افریقا شاوخوا اوږد او خورا ګران سفرونو ته زړه ښه کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه