د امریکا په سویلي کارولینا ایالت کې یوه امریکايي اف ۳۵ جنګي الوتکې سقوط وکړ. دا لومړۍ ځل دی چې اف ـ ۳۵ ډوله الوتکه نسکوریږی، مخکې له دې دا ډول الوتکه نه وه نسکوره شوې.
راپورونه وایي، دغه الوتکه د جمعې په ورځ نسکوره شوې، خو پیلوټ یې له دغې پیښې ژوندی وتلی دی.
امریکا د لومړي ځل لپاره د پنجشنبې په ورځ اف ۳۵ جنګي الوتکه په افغانستان کې وکاروله.
د راپورونو له مخې اف ۳۵ جنګي الوتکه د ۱۰۰ میلیون ډالرو په لګښت جوړېږي.
د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ د اف ـ ۳۵ الوتکو پلوی دی، خو د دې هېواد کانګرس یې بیا د بیو پر زیاتوالي نیوکه لري.