Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

امریکا: منځني ختیځ کې زموږ شتون له ایران سره د جګړې په مانا نه دی

د امریکا متحده ایالاتو د دفاع سرپرست وزیر، پاټریک شاناهان وايي په منځني ختیځ کې د دې هېواد پوځي شتون د ایران پر وړاندې د جګړې په مانا نه دی.

پاټریک شاناهان دا خبرې د امریکا سنا ته کړې دي، دی او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مایک پومپیو او لوی درستیز، جوزف ډانفورډ سره د امریکا سنا ته د ایران په تړاو د اقداماتو په اړه د مالوماتو ورکړې په موخه ورغوښتل شوي وو.

ښاغلي شاناهان همداراز څرګنده کړې ده:«موږ هغه بریدونه چې د امریکا او د امریکا ګټو پروړاندې وې، دفع کړي دي. زموږ هڅه د ایران د غلطو محاسباتو د مخیوي په موخه دي. موږ نه غواړو چې حالت کړکېچن کړو، دا اقدامات د مخنیوي لپاره دي نه د جګړې لپاره. موږ نه غواړو چې جګړه وشي، زموږ اقدامات په منځني ختیځ کې زموږ د ګټو د ساتلو په موخه دي.»

له بلې خوا د عراق لومړی وزیر، عبدالمهدي وايي چې د واشنګټن او تهران ترمنځ د کړکېچ کموالي په موخه به دواړو هېوادونو ته پلاوي ولیږي.

هغه زیاته کړې ده:«عراق داسې ونډه ترسره کوي تر څو چې ارامي رامنځته کړي، دواړو لورو ترمنځ د لوړو پوړو چارواکو سره موږ د ایران او امریکا په اړه خبرې کړې دي، دواړو لورو ویلي دي چې د جګړې لېواله نه دي.»

وروسته له دې چې امریکا له لویدیځ سره د ایران د هستوي هوکړې ووته، د دواړو هېوادونو ترمنځ ناندرې زیاتې شوې.

امریکا وايي چې پر ایران به د حداکثر فشار سیاست پلی کړی، خو تهران وايي د امریکا فشارونو پر وړاندې به مقاومت وکړي.

شاناهان ویلي په منځني ختیځ کې یې د امریکا د ګټو په اړه خوځښتونه شنډ کړي دي

شریک یي کړئ