په ايران کې د وروستیو سېلاوونو له کبله د قربانیانو شمېر ۶۲ تنو ورسیدلی، لا هم ډېر شمېر کورونه تر اوبو لاندې دي او زرګونه کسان بې کوره شوي دي.
له دې سره همهاله د ایران ولسمشر، حسن روحاني وايي د امریکا متحده ایالاتو لخوا د مرستو ممانعت بېمخینه جنایت بللی دی.
روحاني څرګنده کړې، ډېری ایراني وګړي چې له هېواده بهیر ژوند کوي، ښایې له سېلاب ځپلو سره مرستې وکړي، خو د امریکا لخوا له خنډونو سره مخامخ کيږي.
مخکې له دې د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو چې امریکا متحده ایالاتو د سې میاشتې حسابونه تړلي دي او په دې کار سره یې د یران سیلاب ځپلو سره د مرستو لړۍ له ستونزو سره مخامخ کړې ده.
د ایران په لرستان ولایت کې پل دختر هغه سیمه ده چې تر ډېره یې زیان لیدلی دی، د دې سیمې اوسېدونکي وايي چې د اوبو، خوراکي توکو او ګازو له کمښت سره مخامخ دي.